دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 295575
غور کې ترافیکي پېښې څلور تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان کړل
د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د «صفد چشمه» په کلی کې رامنځته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موټر له لعل او سرجنګل څخه سنګتخت ولسوالۍ او دایکندي بندر ته روان و، چې سپاره کسان یې د یوې کورنۍ غړي وو.

ویل کیږي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په دې پيښه کې د اوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى. دوی د درملنې په موخه د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې لامل تخنیکي ستونزې بلل شوې دي.

هر کال ترافیکي پېښې سلګونه کسان وژني او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

تېره ورځ په غزني کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او اته نور ټپيان شول.

د دغو ترافيکي پېښو ډېرى لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل شوي دي.
https://avapress.com/vdciywarwt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته