کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور کې ترافیکي پېښې څلور تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان کړل

30 اسد 1403 ساعت 10:30

د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د «صفد چشمه» په کلی کې رامنځته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موټر له لعل او سرجنګل څخه سنګتخت ولسوالۍ او دایکندي بندر ته روان و، چې سپاره کسان یې د یوې کورنۍ غړي وو.

ویل کیږي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په دې پيښه کې د اوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى. دوی د درملنې په موخه د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې لامل تخنیکي ستونزې بلل شوې دي.

هر کال ترافیکي پېښې سلګونه کسان وژني او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

تېره ورځ په غزني کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او اته نور ټپيان شول.

د دغو ترافيکي پېښو ډېرى لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل شوي دي.


د مطلب کود: 295575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295575/غور-کې-ترافیکي-پېښې-څلور-تنه-مړه-او-۱۴-نور-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com