کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د مخدره موادو د کنټرول ادارې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی

27 اسد 1403 ساعت 10:29

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مرستیال محمد زارعي په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع وایی، چې د ایران د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مرستیال محمد زارعی په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.

قانع زیاته کړه چې دغه پلاوی به د کورنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو وزارتونو له چارواکو سره هم وګوري.

د یادولو وړ ده چې د ایران او افغانستان ترمنځه د سیاسي، نظامي، کلتوري او اقتصادي په ګډون په بیلابیلو برخو کې د همکاریو کچه د پراخیدو په حال کې ده.


د مطلب کود: 295403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295403/د-ایران-مخدره-موادو-کنټرول-ادارې-مرستیال-په-مشرۍ-یو-پلاوی-کابل-ته-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com