دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 295624
د ایراني پانګوالو لېوالتیا چې د هېواد د اوسپنې په کانونو کې پانګونه وکړي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ایراني پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري له ایراني پانګوالو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په اړه خبرې وکړې او ایراني پانګوالو د اوسپنې په کانونو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

له بلې خوا په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د قانون او مقرراتو له مخې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

باید وویل شي، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له تامین سره په هېواد کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
https://avapress.com/vdcdxk0xoyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته