کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایراني پانګوالو لېوالتیا چې د هېواد د اوسپنې په کانونو کې پانګونه وکړي

31 اسد 1403 ساعت 9:15

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ایراني پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري له ایراني پانګوالو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په اړه خبرې وکړې او ایراني پانګوالو د اوسپنې په کانونو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

له بلې خوا په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د قانون او مقرراتو له مخې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

باید وویل شي، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له تامین سره په هېواد کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.


د مطلب کود: 295624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295624/د-ایراني-پانګوالو-لېوالتیا-چې-هېواد-اوسپنې-په-کانونو-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com