دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 295655
د هرات ښاریانو د حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) د اربعین زیارت کوونکو تود هرکلی وکړ
تېره شپه (سه شنبه د اسد ۳۰مه) له کابل او کندهار ولایتونو څخه شاوخوا زر اربعین حسیني زیارت کوونکي هرات ولایت ته ورسیدل او د هرات د خلکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
افغان غږ خبری آژانس: په هرات کې د شهیدانو د سراسري شورا یو مسول حاجي روح الله نجفي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې ۱۰ بسونه چې ۵۵۰ تنه پکې له کابل ولایت او ۷ بسونه چې ۴۰۰ تنه پکې سپاره وو له کندهار ولایت څخه هرات ولایت ته رسیدلي دي.
https://avapress.com/vdchmmnim23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته