کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ښاریانو د حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) د اربعین زیارت کوونکو تود هرکلی وکړ

31 اسد 1403 ساعت 11:28

تېره شپه (سه شنبه د اسد ۳۰مه) له کابل او کندهار ولایتونو څخه شاوخوا زر اربعین حسیني زیارت کوونکي هرات ولایت ته ورسیدل او د هرات د خلکو له خوا یې تود هرکلی وشو.


آوا: په هرات کې د شهیدانو د سراسري شورا یو مسول حاجي روح الله نجفي د آوا خبریال ته وویل چې ۱۰ بسونه چې ۵۵۰ تنه پکې له کابل ولایت او ۷ بسونه چې ۴۰۰ تنه پکې سپاره وو له کندهار ولایت څخه هرات ولایت ته رسیدلي دي.


د مطلب کود: 295655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295655/د-هرات-ښاریانو-حضرت-ابا-عبدالله-الحسین-ع-اربعین-زیارت-کوونکو-تود-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com