دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 295666
په باميان کې د ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول
د باميان ولايت امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې دغه پیښه پرون مازدیګر (د اسد ۳۰مه) د بامیان ولایت د "جر خشک او زردک ګاه" د ولایت په لومړۍ نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د یکاولنګ د لومړۍ حوزې اړوند د سرک پر سر یو اکتروز موټر روان و، چې له سړکه واوښت او چپه شو، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول.
 
د باميان امنيه قوماندان وويل چې د باميانو ولايت د ترافيکو پوليس ژر تر ژره د پيښې ځاى ته رسيدلي او د پيښې د څيړنې او د مړو د ليږدونې لپاره يې لازم تدابير نيولي دي.
 
تر دې مخکې په غور ولایت کې هم یو مسافر وړونکی بس چپه شوی و چې له امله یې ۲۶ تنه مړه او ټپیان شوي وو.
 
د يادونې وړ ده، چې د سړکونو خرابوالى، د موټر چلوونکو بې احتياطي او پر سړکونو د ترافيکي نښو نشتوالى د ترافيکي پېښو له لاملونو څخه دي.
https://avapress.com/vdcjmie8muqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته