دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 295662
د جبل السراج سمنټو فابریکه هره ورځ ۹۰ ټنه تولیدوي
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د جبل السراج سمنټو فابریکه هره ورځ له ۷۰ تر ۹۰ ټنو سمنټو تولیدوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د والی د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې، د جبل سراج د سمنټو فابریکه هره ورځ له ۷۰ څخه تر ۹۰ ټنو پورې سمنټو تولیدوی.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه فابریکه هره ورځ ۱۱۰۰ بورۍ سمنټو تولیدوي، چې په لویو پروژو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

افغانستان اوس مهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه سمنټ واردوي. د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي چې هیواد د سمنټو په تولید کې پر ځان بسیا کړي.
https://avapress.com/vdcfvtd00w6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته