دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 295636
د غزې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره ۱۷۳ تنو ته ورسېد/ د رسنیو د شهیدانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۱۷۳ ته رسیدلی او د رسنیو له مخی د شهیدانو شمیر هم ۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۱۷۳ او د زخمیانو شمیر ۹۲ زره ۸۵۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۴ کسان شهیدان او ۱۱۴ نور ژوبل شول.

په عین حال کښې په غزې تړانګې کښې د فلسطین د ادارې د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د اکتوبر په اوومه د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځی تیری له پیل راهسې د رسنیو د شهیدانو شمیر ۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی. 
https://avapress.com/vdcgwn9x3ak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته