کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره ۱۷۳ تنو ته ورسېد/ د رسنیو د شهیدانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو

31 اسد 1403 ساعت 9:35

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۱۷۳ ته رسیدلی او د رسنیو له مخی د شهیدانو شمیر هم ۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۱۷۳ او د زخمیانو شمیر ۹۲ زره ۸۵۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۴ کسان شهیدان او ۱۱۴ نور ژوبل شول.

په عین حال کښې په غزې تړانګې کښې د فلسطین د ادارې د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د اکتوبر په اوومه د غزې په تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځی تیری له پیل راهسې د رسنیو د شهیدانو شمیر ۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی. 


د مطلب کود: 295636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295636/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۴۰-زره-۱۷۳-تنو-ته-ورسېد-رسنیو-۱۷۰-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com