دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 295634
په بدخشان ولایت کې په تیرو شپږو میاشتو کې د شل میله سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر ورکړل شوي
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونو په تيرو شپږو مياشتو کې څه دپاسه شل ميله سپکې او درنې وسلې، لاسي بمونه او چاوديدونکي توکي له غير مسوولو کسانو څخه ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له ترورېزم سره د مبارزې مدیر قاري محفوظ الله له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دغې ادارې د فعالیت په اړه وايي، چې په پرلپسې توګه د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر د ارګو، راغستان او بهارک په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې وتوانېدل چې له غیر مسوولو کسانو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.

هغه وويل، چې د سپکو او درنو وسلو په راټولولو کې ٢٠ ميله بېلابېل ډوله وسلې، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي شامل دي، چې دايک پروسې ته سپارل شوي دي.

دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې رييس ددغه ولايت له اوسېدونکو څخه غوښتي دي چې خپلې ناقانونه وسلې دې امنيتي ارګانونو ته وسپاري که نه نو دامنيتي ځواکونو له خوا له نيولو وروسته به قانون تعقيب شي.

په ورته وخت کې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي عبیده وايي، له غیر مسوولو کسانو څخه د پوځي وسلو او مهماتو کشف او راغونډول د هېوادوالو د امنیت د تامین په برخه کې مهم او اړین دي او له دولته یې غوښتنه کوو. 

د يادونې وړ ده، چې بدخشان د هېواد يو له شمال ختيځو ولايتونو څخه دى، چې هېواد يې له چين، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
https://avapress.com/vdcexn8wejh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته