دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 295623
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د څو کرنیزو ماشینونو تولید
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د يوه خصوصي شرکت مسوولين وايي چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کورنيو انجنيرانو په نوښت دغه شرکت د کرنې په برخه کې څو ماشينونه توليد کړي چې د کروندګرو لپاره يې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د عظیمی برادرز شرکت مشر عبدالقادر عظیمی وایی، دغه شرکت د کرنې په برخه کې ۱۵ نوی ماشینونه اختراع او بازار ته وړاندې کړی دی.

ده همداراز زیاته کړه: دغه ټول اختراعات د کورنیو انجینرانو له خوا شوي او دا شرکت په هیواد کې یوازینی شرکت دی چې د کورنیو انجینرانو په نوښت له صفر څخه تر ۱۰۰ پورې د دغو ماشینونو د جوړولو لپاره مواد تولید او چمتو کړي دي.

د دغه شرکت مشر زياته کړه: تر اوسه پورې د دغه شرکت له خوا ١٥ ډوله ماشينونه اختراع شوي او بزګرانو ته وړاندې شوي دي او د دغه شرکت له خوا د ماشينونو توليد د کرنې په برخه کې بزګرانو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

 ښاغلي عظيمي دغه راز زياته کړه: تر اوسه پورې د دغه شرکت په جوړولو څه دپاسه درې سوه زره ډالره لګيدلي دي چې دا مهال څه ناڅه ٢٥٠ تنه په کار بوخت دي.
https://avapress.com/vdccipqi12bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته