کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د څو کرنیزو ماشینونو تولید

31 اسد 1403 ساعت 9:14

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د يوه خصوصي شرکت مسوولين وايي چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کورنيو انجنيرانو په نوښت دغه شرکت د کرنې په برخه کې څو ماشينونه توليد کړي چې د کروندګرو لپاره يې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.


آوا - هرات: د عظیمی برادرز شرکت مشر عبدالقادر عظیمی وایی، دغه شرکت د کرنې په برخه کې ۱۵ نوی ماشینونه اختراع او بازار ته وړاندې کړی دی.

ده همداراز زیاته کړه: دغه ټول اختراعات د کورنیو انجینرانو له خوا شوي او دا شرکت په هیواد کې یوازینی شرکت دی چې د کورنیو انجینرانو په نوښت له صفر څخه تر ۱۰۰ پورې د دغو ماشینونو د جوړولو لپاره مواد تولید او چمتو کړي دي.

د دغه شرکت مشر زياته کړه: تر اوسه پورې د دغه شرکت له خوا ١٥ ډوله ماشينونه اختراع شوي او بزګرانو ته وړاندې شوي دي او د دغه شرکت له خوا د ماشينونو توليد د کرنې په برخه کې بزګرانو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

 ښاغلي عظيمي دغه راز زياته کړه: تر اوسه پورې د دغه شرکت په جوړولو څه دپاسه درې سوه زره ډالره لګيدلي دي چې دا مهال څه ناڅه ٢٥٠ تنه په کار بوخت دي.


د مطلب کود: 295623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295623/د-هرات-په-صنعتي-ښارګوټي-کې-څو-کرنیزو-ماشینونو-تولید

آوا
  https://www.avapress.com