دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 295667
د سه شنبې په ورځ د کابل په لویدیځ کې د سیلابونو له امله دوه تنه مړه او سخت زیانونه اوښتي
د کابل په لوېدیځ کې سیمه ییزو سرچینو آوا ته وویل، د سه شنبې په ماسپښین د دشت برچي په سیمه کې د یوه ویجاړونکي سېلاب له امله د یوه ۱۲ کلن ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي دي او ستر مالي زیانونه یې اړولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سه شنبې په ماسپښین د کابل په لویدیځ کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې د دشت برچي لویه لاره یې د ساعتونو لپاره بنده کړې وه.
 
سیمه ییزو سرچینو ای اېف پي ته وویل، د یوه ۱۳ کلن هلک جسد د سرپل په دشت برچي سیمه کې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته موندل شوی دی.
 
دوی دغه راز زیاته کړه، چې د دشت برچي پر سړک د حاجي نوروز په څلورلارې کې د خلکو له خوا یو بل جسد هم له سیلابه را ایستل شوی دی.
 
د دشت برچي سيمې اوسېدونکي وايي، چې پرون سېلابونو هم د لسګونو کورونو په ګډون مالي زيانونه اړولي، چې په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي دي.
 
په کابل کې حکومتي چارواکو تر اوسه د دغه زیان په اړه څه نه دي ویلي.
 
د کابل د لوېديځ اوسېدونکي وايي، د سېلابونو د راوتلو او د خلکو کورونو ته د زيان اوښتو لامل په سيمه کې د څاګانو په پاکولو کې د ښاروالۍ پاتې راتلل دي.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر تر ۳۰۰ ډېر ښودلی دی.
https://avapress.com/vdcaimnu049noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته