آوا - بامیان: د بامیان د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د آوا خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې دغه پیښه پرون مازدیګر (د اسد ۳۰مه) د بامیان ولایت د "جر خشک او زردک ګاه" د ولایت په لومړۍ نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د یکاولنګ د لومړۍ حوزې اړوند د سرک پر سر یو اکتروز موټر روان و، چې له سړکه واوښت او چپه شو، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول.
د باميان امنيه قوماندان وويل چې د باميانو ولايت د ترافيکو پوليس ژر تر ژره د پيښې ځاى ته رسيدلي او د پيښې د څيړنې او د مړو د ليږدونې لپاره يې لازم تدابير نيولي دي.
تر دې مخکې په غور ولایت کې هم یو مسافر وړونکی بس چپه شوی و چې له امله یې ۲۶ تنه مړه او ټپیان شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې د سړکونو خرابوالى، د موټر چلوونکو بې احتياطي او پر سړکونو د ترافيکي نښو نشتوالى د ترافيکي پېښو له لاملونو څخه دي.