کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ترکمن سیال سره د لیدو په موخه هرات ته سفر وکړ

31 اسد 1403 ساعت 9:42

د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان موتګي له خپل ترکمن سیال سره د لیدو لپاره له یوه پلاوي سره هرات ته روان شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې د هرات د تورغونډۍ په بندر کې له خپل ترکمن سیال سره وګوري.

دغه راز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې په ترڅ کې د ټاپي پروژې، د تورغونډۍ پټلۍ، د نوري فایبر له پروژو څخه لیدنه وکړي.

باید وویل شي چې اسلامي امارت له ګاونډیو او سیمې سره د تعامل پالیسي تعقیبوي.


د مطلب کود: 295639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295639/د-بهرنیو-چارو-وزارت-سرپرست-له-خپل-ترکمن-سیال-سره-لیدو-په-موخه-هرات-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com