دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 295781
په باميان کې د ترافيکي پېښې له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي
د بامیان ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د یوه شخصي موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې دغه پیښه نن شنبه د وږی ۳ مه د یکاولنګ ولسوالۍ د بندامیر په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د باميانو د یکاولنګ د لومړۍ حوزې اړوند د بندامير په څلور لارې کې د "پاسو" ډوله شخصي موټر چپه شو، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ووژل شول سړی مړ شوی دی.
 
د باميانو امنيه قوماندان وويل، په دې پېښه کې د درېيو ښځو، دوو ماشومانو او يو سړي په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
 
د باميانو امنيه قوماندان وويل چې د باميانو ولايت د ترافيکو پوليس ژر تر ژره د پېښې ځاى ته رسېدلي او د پېښې د څېړلو او د جسدونو د لېږدولو لپاره يې لازم تدابير نيولي دي.
 
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تېزوالی بلل شوی دی.
 
تر دې مخکې په يکاولنګ ولسوالۍ کې هم يو لارۍ چپه شوې وه چې له امله يې دوه تنه وژل شوي وو.
https://avapress.com/vdch6mniz23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته