دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 295769
د بهرنیو چارو وزارت چارواکی:

ازبکستان به ډېر ژر افغان سفیر ومني

ازبکستان به ډېر ژر افغان سفیر ومني
 د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي مرستیال وايي چې ازبکستان به ډېر ژر په هغه هېواد کې د اسلامي امارت سفیر ومني.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسی معین ذاکر جلالی په ایکس پاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلی چې عبدالغفار تروی د اسلامی امارت د سفیر په توګه معرفی شوی دی.
 
جلالي زياته کړه، چې دواړو لورو پر دې موضوع هوکړه کړې او ډېر ژر به نوی سفير په تاشکند کې خپل کار پيل کړي.
 
دبهرنيو چارو وزارت دريم سياسي معين وويل چې اسلامي امارت له يو شمېر نورو هېوادونو سره هم د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې د لوړولو په موخه هوکړه کړې ده.
 
تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د مراسمو مرستیال سیف عبدالله الشمسي ته سپارلی دی.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت هڅه کوي چې له ګاونډیو او سیمې سره لا زیاتې اړیکې پالي او تر دې دمه په بیلابیلو هیوادونو کې د اسلامي امارت معرفي شوي سفیران منل شوي دي.
https://avapress.com/vdcd9k0xnyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته