دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 295758
له خوست څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته مستقیمې الوتنې پیل شوې
د خوست نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، کام ایر به له خوست نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست نړیوال هوایی ډګر مسوولین وایی چې کام ایر به په راتلونکو څو ورځو کې د سعودی عربستان ریاض، جدې او ابوظبی ته الوتنې پیل کړی.
 
د چارواکو په وینا نوې لارې به په دغو ښارونو کې افغان مسافرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
 
کام ایر اوس مهال د خوست نړیوال هوایي ډګر څخه دوبۍ، متحده عربي اماراتو ته په اونۍ کې دوه ځله الوتنه کوي.
https://avapress.com/vdcbssb5wrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته