دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۰۱
د مطلب کود : 295732
په یمن کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په یمن کې د روان سېلاب له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۷۰ زره نور اغېزمن شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: ویل کیږی چې په ځینو ښارونو کې سخت باران د ښوونځیو، سړکونو او روغتونونو په ګډون عامه بنسټونه ویجاړ کړی دی.
 
د هغو له جملې څخه د یمن په شمال کې د حجه په ولایت کې د تندر په ترڅ کې د بریښنا د ښویدو له امله ۱۴ تنه وژل شوي دي. نور ۱۳ کسان لا هم په یمن کې لادرکه دي.
 
د سېلاب او برېښنا له امله ټولټال ۶۰ کسان وژل شوي دي.
 
باید وویل شي، چې یمن له کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی، چې د سعودي عربستان د تیري له امله د ځمکې او سمندر له لارې هم کلابند دی.
https://avapress.com/vdcdsk0xxyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته