کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یمن کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي

2 سنبله 1403 ساعت 7:01

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په یمن کې د روان سېلاب له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۷۰ زره نور اغېزمن شوي دي.


آوا: ویل کیږی چې په ځینو ښارونو کې سخت باران د ښوونځیو، سړکونو او روغتونونو په ګډون عامه بنسټونه ویجاړ کړی دی.
 
د هغو له جملې څخه د یمن په شمال کې د حجه په ولایت کې د تندر په ترڅ کې د بریښنا د ښویدو له امله ۱۴ تنه وژل شوي دي. نور ۱۳ کسان لا هم په یمن کې لادرکه دي.
 
د سېلاب او برېښنا له امله ټولټال ۶۰ کسان وژل شوي دي.
 
باید وویل شي، چې یمن له کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی، چې د سعودي عربستان د تیري له امله د ځمکې او سمندر له لارې هم کلابند دی.


د مطلب کود: 295732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295732/په-یمن-کې-د-سیلابونو-له-امله-لږ-تر-لږه-۶۰-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com