کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له خوست څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته مستقیمې الوتنې پیل شوې

3 سنبله 1403 ساعت 9:18

د خوست نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، کام ایر به له خوست نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړي.


آوا - کابل: د خوست نړیوال هوایی ډګر مسوولین وایی چې کام ایر به په راتلونکو څو ورځو کې د سعودی عربستان ریاض، جدې او ابوظبی ته الوتنې پیل کړی.
 
د چارواکو په وینا نوې لارې به په دغو ښارونو کې افغان مسافرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
 
کام ایر اوس مهال د خوست نړیوال هوایي ډګر څخه دوبۍ، متحده عربي اماراتو ته په اونۍ کې دوه ځله الوتنه کوي.


د مطلب کود: 295758

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295758/له-خوست-څخه-سعودي-عربستان-او-متحده-عربي-اماراتو-ته-مستقیمې-الوتنې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com