کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې د ترافيکي پېښې له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

3 سنبله 1403 ساعت 14:41

د بامیان ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د یوه شخصي موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د آوا خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې دغه پیښه نن شنبه د وږی ۳ مه د یکاولنګ ولسوالۍ د بندامیر په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د باميانو د یکاولنګ د لومړۍ حوزې اړوند د بندامير په څلور لارې کې د "پاسو" ډوله شخصي موټر چپه شو، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ووژل شول سړی مړ شوی دی.
 
د باميانو امنيه قوماندان وويل، په دې پېښه کې د درېيو ښځو، دوو ماشومانو او يو سړي په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
 
د باميانو امنيه قوماندان وويل چې د باميانو ولايت د ترافيکو پوليس ژر تر ژره د پېښې ځاى ته رسېدلي او د پېښې د څېړلو او د جسدونو د لېږدولو لپاره يې لازم تدابير نيولي دي.
 
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تېزوالی بلل شوی دی.
 
تر دې مخکې په يکاولنګ ولسوالۍ کې هم يو لارۍ چپه شوې وه چې له امله يې دوه تنه وژل شوي وو.


د مطلب کود: 295781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295781/په-باميان-کې-د-ترافيکي-پېښې-له-امله-لس-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com