کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری

3 سنبله 1403 ساعت 15:45

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سېلابونو، د تېزو بادونو او له دوړو سره د سختو بادونو خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د دغه ریاست په یوه بیان کې راغلي چې نن (شنبه، د سنبلی ۳ مه) او سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کابل، لوګر، پکتیا کې د باران او سیلابونو احتمال شته.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګ په ګډون په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې هم د سختو بادونو او دوړو د ورېدو اټکل شوی دی.
 
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه (۱۵ تر ۳۰) ملي متره او د باد سرعت په ساعت کې له (۵۰ تر ۷۰) کیلومتره دی.
 
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او طوفانونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د موقت حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، تېره اوونۍ په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو له امله لس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.


د مطلب کود: 295794

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295794/د-هوا-پېژندنې-ادارې-په-۱۱-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com