کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه په یوه ورځ کې تر ۸۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ ویستل شوې

3 سنبله 1403 ساعت 12:40

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۸۰ افغان کډوالې کورنۍ را ایستل شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کورنۍ پرون جمعه (د سنبلې ۲مه) ایستل شوې دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار او نیمروز ولایتونو له سرحدي لارو هېواد ته داخل شوي او د مرستې لپاره نړیوالو مرستندویه ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
 
تر دې مخکې د کډوالو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د زرګونو کډوالو د ډله ییز اخراج اعلان کړی و.
 
په میلیونونو افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي او د افغانستان دوه ګاونډیان یې د اخراجولو لړۍ جاري ساتي.


د مطلب کود: 295772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295772/له-ایران-او-پاکستان-څخه-په-یوه-ورځ-کې-تر-۸۰-زیاتې-افغان-کډوالې-کورنۍ-ویستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com