کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې بمي چاودنې دوه ماشومان ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل

3 سنبله 1403 ساعت 14:42

دخيبرپښتونخوا صوبې چارواکي وائي په بمي چاؤدنه کې دوه ماشومان وژل شوي اؤ ١٦ نور ژوبل شوي دي.


آوا: د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د شنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې په یوه بمي چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
 
په پخواني ښار کې پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ریموټ کنټرول بم په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و او په ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه وچاودید. په ټپيانو کې اووه پوليس هم شامل دي.
 
د راپورونو له مخې په ټپیانو کې د پولیسو افسران هم شامل دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
 
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو ډلو له خوا بریدونه زیات شوي دي.


د مطلب کود: 295782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295782/په-پاکستان-کې-بمي-چاودنې-دوه-ماشومان-ووژل-او-۱۶-نور-یې-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com