کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د پاسپورټونو لپاره آنلاین نوم لیکنه پیل شوه

3 سنبله 1403 ساعت 11:19

د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، په کابل کې د پاسپورټونو د آنلاین ثبت لړۍ بیا پیل شوې ده.


آوا: کابل: د پاسپورتونو د عمومی ریاست مطبوعاتی دفتر ایکس اینټ ورک ته وویل چې د نوم لیکنې له بشپړیدو وروسته به د غوښتونکو د لیدنې نیټه د سیستم له لارې ټاکل کیږی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د پاسپورټونو د عمومي رياست انلاين فارم به هره شنبه په مرکزي برخه کې او هره سه شنبه د نورو درېيو کاري برخو لپاره پرانيستل کېږي.
 
تر دې مخکې د پاسپورتونو عمومي ریاست په کابل کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې د هېوادوالو د اسانتیا لپاره درې نوي مرکزونه پرانیستل.
 
د پاسپورټ عمومي رييس عبدالکريم حسيب وويل، چې د يادو مرکزونو په پرانيستل کېدو سره به د پاسپورټ غوښتونکي د يوې اونۍ په اوږدو کې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.


د مطلب کود: 295770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295770/په-کابل-کې-د-پاسپورټونو-لپاره-آنلاین-نوم-لیکنه-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com