کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا کې د جوارو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

4 سنبله 1403 ساعت 8:27

د کاپیسا د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال د جوارو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.


آوا: د کاپیسا ولایت د کرنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه ۲۲۵۰۰ ټنه جوار حاصل شوي دي.
 
دا شمېره د تېر کال په پرتله په کاپیسا کې د جوارو په حاصلاتو کې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې زیاتوالی ښيي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا جوار تر ډېره په کور دننه مصرفېږي او د افغانستان په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي.


د مطلب کود: 295818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295818/په-کاپیسا-کې-د-جوارو-حاصلات-۱۵-سلنه-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com