دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۷
د مطلب کود : 295812
د امریکا د خزانې وزارت د روسیې اړوند پر ۴۰۰ شرکتونو او اشخاصو بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې وزارت په وینا، دغه هېواد په دې وروستیو کې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په خاطر د بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۴۰۰ شرکتونه او بهرني اشخاص د دغه هېواد د بندیزونو په لېست کې اچولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د خزانې وزارت د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له امله د بېلابېلو هېوادونو پر څه باندې ۴۰۰ بهرنیو شرکتونو او اشخاصو بندیزونه لګولي دي.
 
په دې لست کې د ترکیې یو تبعه او په دغه هېواد کې ثبت شوي څو شرکتونه شامل دي.
 
د امریکا د خزانې وزارت د بیان له مخې: له بندیزونو څخه د تیښتې، د هغوی د ګډوډولو او له بندیزونو څخه د وتلو تر عنوانونو لاندې د چین، سویډن، ترکیې او اماراتو څه باندې سل شرکتونه او اشخاص تر بندیزونو لاندې دي. دې نړیوالو شبکو د مسکو لپاره نظامي اړتیاوې او حساس دوه اړخیز تجهیزات چمتو کول.
 
دغه راز د امريکا د سوداګرۍ وزارت د امريکا د ملي امنيت او د امريکا د بهرنۍ تګلارې د ګټو پر ضد د کړنو تر سرليک لاندې پر څه باندې سلو چينايي، روسي او ترکي شرکتونو او اشخاصو نوي بنديزونه ولګول.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې امریکا به د پوځي مرستو د نوي بستې په توګه اوکراین ته د هوايي دفاع توغندي، د ډرون ضد تجهیزات او د ټانک ضد وسلې واستوي.
 
بایډن په یوه بیان کې چې تیره شپه د سپینې ماڼۍ په ویب پاڼه کې خپره شوې وویل: "نن به موږ اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې بسته اعلان کړو." په دې بسته کې د اوکراین د مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره د هوايي دفاع توغندي، د ډرون ضد تجهیزات او د ټانک ضد توغندي شامل دي.»
 
په همدې حال کې په امریکا کښې د روسیې سفیر د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په فهرست کښې د روسیې د ۴۰۰ نورو افرادو او موسسو د شاملیدو په غبرګون کښې ټینګار وکړ: دا ماسکو ته مهمه نده چې واشنګټن به د روسیې په خلاف په خپلو محدودیتونو کښې تر کومه حده ولاړ شی.
https://avapress.com/vdccspqii2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته