کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د خزانې وزارت د روسیې اړوند پر ۴۰۰ شرکتونو او اشخاصو بندیزونه ولګول

4 سنبله 1403 ساعت 8:07

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، دغه هېواد په دې وروستیو کې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په خاطر د بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۴۰۰ شرکتونه او بهرني اشخاص د دغه هېواد د بندیزونو په لېست کې اچولي دي.


آوا: د امریکا د خزانې وزارت د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له امله د بېلابېلو هېوادونو پر څه باندې ۴۰۰ بهرنیو شرکتونو او اشخاصو بندیزونه لګولي دي.
 
په دې لست کې د ترکیې یو تبعه او په دغه هېواد کې ثبت شوي څو شرکتونه شامل دي.
 
د امریکا د خزانې وزارت د بیان له مخې: له بندیزونو څخه د تیښتې، د هغوی د ګډوډولو او له بندیزونو څخه د وتلو تر عنوانونو لاندې د چین، سویډن، ترکیې او اماراتو څه باندې سل شرکتونه او اشخاص تر بندیزونو لاندې دي. دې نړیوالو شبکو د مسکو لپاره نظامي اړتیاوې او حساس دوه اړخیز تجهیزات چمتو کول.
 
دغه راز د امريکا د سوداګرۍ وزارت د امريکا د ملي امنيت او د امريکا د بهرنۍ تګلارې د ګټو پر ضد د کړنو تر سرليک لاندې پر څه باندې سلو چينايي، روسي او ترکي شرکتونو او اشخاصو نوي بنديزونه ولګول.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې امریکا به د پوځي مرستو د نوي بستې په توګه اوکراین ته د هوايي دفاع توغندي، د ډرون ضد تجهیزات او د ټانک ضد وسلې واستوي.
 
بایډن په یوه بیان کې چې تیره شپه د سپینې ماڼۍ په ویب پاڼه کې خپره شوې وویل: "نن به موږ اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې بسته اعلان کړو." په دې بسته کې د اوکراین د مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره د هوايي دفاع توغندي، د ډرون ضد تجهیزات او د ټانک ضد توغندي شامل دي.»
 
په همدې حال کې په امریکا کښې د روسیې سفیر د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په فهرست کښې د روسیې د ۴۰۰ نورو افرادو او موسسو د شاملیدو په غبرګون کښې ټینګار وکړ: دا ماسکو ته مهمه نده چې واشنګټن به د روسیې په خلاف په خپلو محدودیتونو کښې تر کومه حده ولاړ شی.


د مطلب کود: 295812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295812/د-امریکا-خزانې-وزارت-روسیې-اړوند-پر-۴۰۰-شرکتونو-او-اشخاصو-بندیزونه-ولګول

آوا
  https://www.avapress.com