کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اوکراین کې د جګړې وروستي پرمختګونه؛

د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۲۳۰ جنګی بندیانو تبادله/ په کرسک کې د اوکراین د پوځ ۵۵۰۰ تلفات

4 سنبله 1403 ساعت 8:10

په کرسک کې له ناڅاپي برید اتلس ورځې وروسته، د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین پوځ په کرسک کې تر ۵۵۰۰ ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي. په همدې حال کې دواړو هېوادونو اعلان کړی چې دوی ۲۳۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي.


آوا: د روسیې په کرسک ښار کې هره ورځ د څه باندې ۳۰۰ اوکراینی پوځیانو وژل کېدل هغه خبر دی چې مسکو اعلان کړی.
 
د روسیې د دفاع وزارت وايي، د روسیې خاورې ته د «دښمن د تخریبي ډلو د ننوتلو هڅې دوام لري» وزارت اعلان کړی، چې د اوکراین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۶۰ ډېر سرتېري او ۲۹ زغروال ګاډي له لاسه ورکړي دي.
 
د مسکو دا خبرتیا په داسې حال کې شوې چې د کرسک پر سر د روانو پوځي شخړو په اړه خبرې شوې دي.
 
اوکرایني پوځیان د اګست په ۱۶مه دغې سرحدي سیمې ته ننوتلي او د هغوی د ایستلو لپاره د روسیې هڅې دوام لري، د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې «دښمن په کرسک سیمه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۵۵۰۰ ډېر پوځیان او ۷۱ ټانکونه له لاسه ورکړي دي.
 
په همدې حال کې د روسیې او اوکراین پوځونو هر یو ۱۱۵ جنګي بندیان تبادله کړل.
 
ویل کیږي چې د دغو تبادله شویو بندیانو شپاړس تنه اوس په بیلاروس کې میشت دي او ډیر ژر به خپل هیواد ته ستانه شي.


د مطلب کود: 295813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295813/د-روسیې-او-اوکراین-ترمنځ-۲۳۰-جنګی-بندیانو-تبادله-په-کرسک-کې-پوځ-۵۵۰۰-تلفات

آوا
  https://www.avapress.com