افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسرائیلو پوځ په تیرو څو ساعتونو کې لسګونه نور فلسطینیان شهیدان کړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت نن (سه شنبه) د جګړې د ۳۲۶مې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې اعلان وکړ چې د اسراییلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۴۱ فلسطینیان وژلي او ۱۱۳ نور یې ټپیان کړي دي فلسطیني شهیدان لا تر خاورو لاندې دي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د فلسطین د شهیدانو ټولټال شمیر ۴۰ زره او ۴۷۶ ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۹۳ زره او ۶۴۷ ته رسیدلی دی.
په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم حملې له لسو میاشتو راهسې دوام لری . د اسرائیلو پوځ په غزې تړانګه کښې د طبی مرکزونو په شمول ډیر مهم تاسیسات ویجاړ کړی دی او د غزې تړانګه د اسرائیلو تر محاصرې لاندې ده او دغه رژیم یوازې د بشردوستانه مرستو محدودې برخې ته د غزې د داخلیدو اجازه ورکوی.