افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مرکزی بانک رئیس نور احمد اغا د قطر د سفارت له مسؤول مردف القشوطی سره په کتنه کې چې د مرکزی بانک په دفتر کې جوړه شوې وه، د قطر له همکاریو څخه مننه وکړه او هغه یې وستایل.
هغه وویل، د افغانستان بانک د نړۍ له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې غواړي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د الکترونیکي بانکدارۍ پر پراختیا، د ظرفیتونو د لوړولو او یو شمېر علاقمندیو په اړه خبرې وشوې.
په کابل کې د قطر د سفارت سلاکار مردف القشوطي له افغانستان بانک سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان له مرکزي بانک سره د همکاريو پراختيا ارزښتناکه ده.