افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د دغه هیواد د پوله ساتو د قوماندان د حقیقت په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې، اعلان وکړ چې غیر قانونی اتباع باید د ۱۴۰۳ کال تر پایه له ایران څخه ووځی. وویل چې "دا مسله هم روانه ده او موږ به یې تعقیب کړو."
هغه زیاته کړه: ما وویل چې په پروګرامونو کې زما یو له مهمو لومړیتوبونو څخه د بهرنیانو مسله ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د ملکیانو د تنظیم لپاره د دغه هیواد د نوی حکومت د پروګرامونو په اړه وویل: ما هم وویل چې په پلانونو کښې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه د بهرنیو اتباعو موضوع ده. د پروګرام قانون هم له موږ څخه غواړي چې لایحه وړاندې کړو، او انشاالله موږ به په ټاکلي وخت کې پارلمان ته د مهاجرت د ملي ادارې د جوړولو طرحه وړاندې کړو او کار به یې پیل کړو.
ویل کیږي، چې په ایران کې د شاوخوا ۵ میلیونو با اختیاره اتباعو تر څنګ سل زره غیر رسمي اتباع چې ډېری یې افغانان دي، ژوند کوي.