دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 295885
د کانونو وزارت سرپرست په تخار کې د کانونو د غیر قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار کوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د تخار له والي سره د مالګې، سرو زرو، ډبرو سکرو، د پانګونې د جلبولو، د قاچاق د مخنیوي او د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د تخار ولایت له والي مولانا عبیدالله امین زاده سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د کانونو سرپرست وزیر د دغه ولایت د مالګې، سرو زرو او ډبرو سکرو د کانونو او د پانګوالو د جلبولو، د کانونو د منابعو د اغېزمن مدیریت، د قاچاق او غیر قانوني کانونو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
امين زاده په تخار کې د ځينو عامه ګټو پروژو د تمويل لپاره د کانونو له عوايدو څخه غوښتنه وکړه او د خلکو ستونزې يې د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره به د قانون او د کانونو له طرزالعمل سره سم لازم اقدامات ترسره شي.
https://avapress.com/vdcc4pqip2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته