دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 295700
د اسلامي امارت مشر واليانو ته په خطاب کې: په ولایتونو کې د غیر قانوني کړنو اجازه مه ورکوئ
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې د ولایتونو له والیانو سره د ښې اسلامي حکومتولۍ په اړه غونډه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبري پلاوي د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې، د اسلامي نظام د ساتنې په اړه خبرې وکړې. 
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا هبت الله اخندزاده واليانو ته په خطاب کې د اسلامي نظام پر پیاوړتیا، د شرعي احکامو پر پلي کولو او د الهي احکامو پر احیا ټینګار وکړ.
 
د اسلامي امارت مشر واليانو ته په خطاب کې وویل: هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر قانوني کړنې ترسره کړي، د خلکو نظریاتي او فکري اصلاح ته پام وکړئ او له علماوو سره خپلې اړیکې ټینګې کړئ، د علماوو اعتماد وساتئ.
 
ملا هبت الله اخندزاده د ځوانانو پر اسلامي روحیې د زده کړو لپاره د واليانو پر ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت رهبر د نظام د ټينګښت او د شریعت د پلي کولو په اړه د واليانو نظرونه ترلاسه کړل او لازمې لارښوونې یې وکړې.
https://avapress.com/vdciuwarut1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته