دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 295894
افغانستان له ازبکستان سره د ۱.۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج پنځه تړونونه لاسلیک کړل
د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستيال وايي چې داسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ لاسليک شوي پنځه قراردادونه د کانونو په برخه کې دي چې ټوليز ارزښت يې ١،١٥ ميليارده ډالره دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه خبر ورکړی.
 
تر دې مخکې د ازبکستان د صدراعظم له سفر او په کابل کې د ازبکستان د درې ورځني نندارتون له پرانیستلو وروسته د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو څو تړونونه لاسلیک شول.
 
ازبکستان له اسلامي امارت سره نږدې اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکې لري.
https://avapress.com/vdccopqi02bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته