کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له ازبکستان سره د ۱.۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج پنځه تړونونه لاسلیک کړل

5 سنبله 1403 ساعت 11:14

د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستيال وايي چې داسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ لاسليک شوي پنځه قراردادونه د کانونو په برخه کې دي چې ټوليز ارزښت يې ١،١٥ ميليارده ډالره دى.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه خبر ورکړی.
 
تر دې مخکې د ازبکستان د صدراعظم له سفر او په کابل کې د ازبکستان د درې ورځني نندارتون له پرانیستلو وروسته د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو څو تړونونه لاسلیک شول.
 
ازبکستان له اسلامي امارت سره نږدې اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکې لري.


د مطلب کود: 295894

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295894/افغانستان-له-ازبکستان-سره-د-۱-۱۵-میلیارد-ډالرو-په-ارزښت-کانونو-استخراج-پنځه-تړونونه-لاسلیک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com