دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 295906
د احتمالي برید ناکامي؛ د اسراییلو لپاره 120 میلیون ډالر
صهیونیسټي چارواکي وايي چې د لبنان په خلاف د دغه رژیم د پوځ پرونۍ حملې د حزب الله پرضد یو «مخکینۍ» حمله وه، چې له ناکامۍ سره مخامخ شوه، اسرائیلو ته څه باندې ۱۲۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په داسې حال کې چې صهیونیسټ رژیم پرون سهار ادعا وکړه چې د لبنان د حزب الله د غچ اخیستونکو عملیاتو د شنډولو په هدف به په لبنان باندې یو «مخکینۍ» حمله ترسره کړی، د دغه رژیم اقتصادی ویب پاڼې ګلوبس په یوه راپور کښې اعلان وکړ چې دغه حملې اسرائیلو کړی دی. د یکشنبې په ورځ (اګسټ 25) د سویلي لبنان په وړاندې 120 ملیون ډالر مصرف کړل.
 
دغه صهیونیسټي رسنۍ د صهیونیسټي پوځ د دفاعي ادارې د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په حواله ویلي دي چې اسرائیلو په دغو عملیاتو کښې څه د پاسه څلور زره GDAM بمونه کارولي دي چې د هر یوه بیه ۲۵ زره ډالره ده.
 
د تسنیم د راپور له مخې، د صهیونیسټ رژیم د پوځ دغه لوړپوړی چارواکی ټینګار وکړ چې د شپږو ساعتونو لپاره د څه باندې سل جنګی الوتکو د کارولو عملیاتی لګښت ۱۸ میلیونه ډالره دی. همدارنګه د ۱۲ ساعتونو لپاره د بې پیلوټه الوتکو کارول تر یو میلیون ډالرو زیات لګښت لري.
 
دې عبراني رسنۍ ویلي چې سره له دې، حزب الله توانیدلی چې په سلګونو راکټونه او ډرون وغورځوي.
 
د اسرائیلو د پوځ راډیو هم اعلان کړی چې په لبنان کې پر څه باندې ۲۰۰ هدفونو په برید کې د اسرائیلي پوځ ۱۰۰ جنګیالیو برخه اخیستې وه.
 
په داسې یو حالت کښې چې صهیونیسټانو هڅه کوله د دغه پراخو پیسو په لګولو سره د حزب الله د عملیاتو مخه ونیسی، خو باوری اطلاعات په ډاګه کوی چې د لبنان مقاومت د صهیونیسټی رژیم د ترهه ګرو جنایتونو د لومړی ځواب په توګه له دغه عملیاتو څخه استفاده وکړه. د لبنان د مقاومت د پوځ لوى قوماندان فواد شېکر او د دغه هېواد يو شمېر ملکي وګړي په برياليتوب سره شهيدان شول.
 
پرون سهار حزب الله اعلان وکړ چې د اسلامي مقاومت جنګیالیو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اشغال شوي فلسطین په ژورو سیمو او د اسرائیلي دښمن د یوه ځانګړي پوځي هدف په لور هوايي بریدونه کړي دي. په عین حال کښې د اسلامی مقاومت جنګیالیو د نیواکګر فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټی دښمن یو شمیر پوستې او بیرکونه او د اوسپنې د کنډک پلیټ فارمونه په زیات شمیر توغندیو سره په نښه کړل.
 
حزب الله ټینګار وکړ چې د عملیاتو لومړی پړاو په بشپړ بریالیتوب سره ترسره شو او خپل اهداف یې ترلاسه کړل. په دغو عملیاتو کښې د صهیونیسټی دښمن په مرکزونو له ۳۲۰ څخه زیات کاتیوشا توغندی وتوغول شول. په دې پړاو کښې د لبنان د اسلامی مقاومت جنګیالیو په مختلفو سیمو کښې د نیواکګر رژیم ۱۱ مرکزونه او پوځي اډې په نښه کړې.
 
په دې اساس د حزب الله د غچ اخیستونکو عملیاتو نوعیت هغه بې پیلوټه الوتکو دی چې په اشغال شویو سیمو کې یې یو مهم او حساس پوځی هدف په نښه کړی او ۳۲۰ راکټونه یې د اوسپنې د گنبد او د دښمن د دفاعی جوړښتونو د شنډولو لپاره توغولی دی.
 
د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله پرون ماښام د دغه عملیاتو په بیانولو کښې د صهیونیسټانو ټولې ادعاګانې چې د حزب الله د حملې د ناکامولو په پلمه یې هڅه کړې وه رد کړه او ټینګار یې وکړ: په دې عملیاتو کښې ځانګړی پوځی هدف «امان» دی. په ګیلوت کې د "8200" پوځي معلوماتي اډه، چې ډیری وژونکي عملیات ترسره کوي، او بل هدف په "عین شیمیا" کې د دښمن هوایي دفاعي اډه وه.
 
دحزب الله عمومی منشی وویل: زمونږ معلومات تاییدوی چې په دغو دوو هدفونو کښې د پام وړ یوی الوتکې په نښه شوی دی خو دښمن په سنګرونو کښې دی خو حقیقت به ډیر ژر په ډاګه شی .
https://avapress.com/vdcgzn9x3ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته