دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 295709
په بامیان کې د یوناما چارواکي د حکومت له خوا معلوماتو ته د لاسرسي پر برابرولو ټینګار کوي
د بشري حقونو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې د بامیان ولایت له سیمه ییزو چارواکو او خبریالانو سره په کتنه کې د حکومت پر اړتیا ټینګار وکړ چې رسنیو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس – بامیان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو مشر د بامیان ولایت له سیمه ییزو چارواکو او خبریالانو سره غونډه وکړه.
 
د یوناما د بشري حقونو مسوول کلارک وویل، «هغه هېوادونه چې د بشري حقونو نړیوال میثاق یې لاسلیک کړی، مکلف دي چې درناوی یې وکړي.»
 
د باميانو سيمه ييزو خبريالانو هم د بشري حقونو او د بيان د ازادۍ په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د دا ډول پروګرامونو په دوام سره به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ټولنې ځينې ستونزې هوارې شي.
 
دولتي چارواکو د خبریالانو د ملاتړ ژمنه وکړه او خبریالانو ته یې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdchvmniw23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته