دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 295942
د هغو موټرو مخه ونیول شوه چې له افغانستان څخه پاکستان ته قیمتي توکي لېږدوي
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د ۶۵ موټرو د قیمتي توکو د قاچاق مخه ونیوله.
افغان غږ خبری آژانس: په هلمند ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د ۶۵ موټرو د قیمتي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
 
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي نن (دوشنبه، د سنبلی ۵مه) وويل چې د ۲۱۵ اتل قول اردو ځواکونو په دغه ولايت کې د ۶۵ موټرو د قيمتي توکو د قاچاق مخه ونيوله.
 
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تېره شپه د دغه ولايت د بهرامچي ولسوالۍ له لارې ٦٥ لارۍ قيمتي توکي پاکستان ته قاچاق کېدل، خو د چارواکو له لوري يې مخه ونيول شوه.
 
ځایي چارواکو د قیمتي توکو د نوعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
 
په تېر کې پاکستان او نورو هېوادونو ته د قیمتي شیانو په ځانګړي ډول د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
https://avapress.com/vdcgtn9xxak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته