کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هغو موټرو مخه ونیول شوه چې له افغانستان څخه پاکستان ته قیمتي توکي لېږدوي

6 سنبله 1403 ساعت 8:23

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د ۶۵ موټرو د قیمتي توکو د قاچاق مخه ونیوله.


آوا: په هلمند ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د ۶۵ موټرو د قیمتي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
 
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي نن (دوشنبه، د سنبلی ۵مه) وويل چې د ۲۱۵ اتل قول اردو ځواکونو په دغه ولايت کې د ۶۵ موټرو د قيمتي توکو د قاچاق مخه ونيوله.
 
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تېره شپه د دغه ولايت د بهرامچي ولسوالۍ له لارې ٦٥ لارۍ قيمتي توکي پاکستان ته قاچاق کېدل، خو د چارواکو له لوري يې مخه ونيول شوه.
 
ځایي چارواکو د قیمتي توکو د نوعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
 
په تېر کې پاکستان او نورو هېوادونو ته د قیمتي شیانو په ځانګړي ډول د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.


د مطلب کود: 295942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295942/د-هغو-موټرو-مخه-ونیول-شوه-چې-له-افغانستان-څخه-پاکستان-ته-قیمتي-توکي-لېږدوي

آوا
  https://www.avapress.com