افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان کړی چې د نوي تړون له مخې به د افغان پوځ ۴۶ پخوانۍ الوتکې او چورلکې د ازبکستان حکومت ته پاتې شي.
ازبکستان او تاجکستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې له امریکا سره د پوځي تجهیزاتو د مالکیت د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.
په تاشکند کې د امریکا سفیر جوناتن هینک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه الوتکې او هلیکوپټرې به په ازبکستان کې پاتې شي، وویل: "دغه پوځي تجهیزات به په ازبکستان کې پاتې شي او په رسمي توګه هوکړه شوې ده."
هغه زیاته کړه، «دا موټرې هېڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د متحده ایالاتو وې. افغان پوځ دوی کارولي، خو موږ تل د هغوی مالکان یو.»
په ازبکستان کې د امریکا د سفیر څرګندونو د ملي دفاع وزارت له غبرګون سره مخ شوي دي.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
دغه وزارت وايي، امریکا د افغانانو د شتمنیو د ورکړې یا ضبطولو حق نه لري او د ازبکستان له حکومت هم هیله لري چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د ازبکستان مشرانو ته سپارښتنه کړې چې د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او سرپرست حکومت ته د افغان هوايي ځواک د الوتکو په سپارلو کې همکاري وکړي.