کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزارت:

امریکا حق نه لري چې افغان پوځي تجهیزات ضبط کړي/ازبکستان دې په دې برخه کې له معاملې ډډه وکړي

6 سنبله 1403 ساعت 11:59

وروسته له هغې چې په ازبکستان کې د امریکا سفیر وویل چې د نوي تړون له مخې به ازبکستان ته د افغان پوځ الوتکې او چورلکې امریکا ته ورکړی، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه اکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې امریکا د د افغانستان د پوځی تجهیزاتو د ضبط حق نه لري. او د ازبک حکومت څخه تمه کیږي چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې څخه ډډه وکړي.


آوا - کابل: په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان کړی چې د نوي تړون له مخې به د افغان پوځ ۴۶ پخوانۍ الوتکې او چورلکې د ازبکستان حکومت ته پاتې شي.
 
ازبکستان او تاجکستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې له امریکا سره د پوځي تجهیزاتو د مالکیت د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.
 
په تاشکند کې د امریکا سفیر جوناتن هینک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه الوتکې او هلیکوپټرې به په ازبکستان کې پاتې شي، وویل: "دغه پوځي تجهیزات به په ازبکستان کې پاتې شي او په رسمي توګه هوکړه شوې ده."
 
هغه زیاته کړه، «دا موټرې هېڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د متحده ایالاتو وې. افغان پوځ دوی کارولي، خو موږ تل د هغوی مالکان یو.»
 
په ازبکستان کې د امریکا د سفیر څرګندونو د ملي دفاع وزارت له غبرګون سره مخ شوي دي.
 
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
 
دغه وزارت وايي، امریکا د افغانانو د شتمنیو د ورکړې یا ضبطولو حق نه لري او د ازبکستان له حکومت هم هیله لري چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي.
 
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د ازبکستان مشرانو ته سپارښتنه کړې چې د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او سرپرست حکومت ته د افغان هوايي ځواک د الوتکو په سپارلو کې همکاري وکړي.


د مطلب کود: 295975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295975/امریکا-حق-نه-لري-چې-افغان-پوځي-تجهیزات-ضبط-کړي-ازبکستان-دې-په-برخه-کې-له-معاملې-ډډه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com