دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 296011
په بادغیس کې یوې ښځې خپل خاوند او زوی وژلي دي
د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ په قلعه ولي کلي کې تېره شپه یوې ښځې خپل خاوند او زوی په ډزو وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په بادغیس ولایت کې یوې ښځې خپل خاوند او زوی په ډزو وژلي دي.
 
سرچينې زياته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د غورماچ ولسوالۍ د قلعه ولي په کلي کې رامنځته شوې ده.
 
ویل شوي، چې دغې ښځې له لفظي شخړې وروسته خپل خاوند او زوی په ډزو وژلي دي.
 
د بادغیس ولایت چارواکو پېښه تایید کړې او د بریدګر د نیولو خبر یې ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcezp8wzjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته