کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې یوې ښځې خپل خاوند او زوی وژلي دي

7 سنبله 1403 ساعت 9:13

د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ په قلعه ولي کلي کې تېره شپه یوې ښځې خپل خاوند او زوی په ډزو وژلي دي.


آوا: په بادغیس ولایت کې یوې ښځې خپل خاوند او زوی په ډزو وژلي دي.
 
سرچينې زياته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د غورماچ ولسوالۍ د قلعه ولي په کلي کې رامنځته شوې ده.
 
ویل شوي، چې دغې ښځې له لفظي شخړې وروسته خپل خاوند او زوی په ډزو وژلي دي.
 
د بادغیس ولایت چارواکو پېښه تایید کړې او د بریدګر د نیولو خبر یې ورکړی دی.


د مطلب کود: 296011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296011/په-بادغیس-کې-یوې-ښځې-خپل-خاوند-او-زوی-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com