دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 296008
هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان له لارې ګاونډیو هیوادونو ته ګواښ وي
په هرات ولايت کې دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال په ياده کتنه کې وويل چې افغانستان هيچاته اجازه نه ورکوي چې دخپلې خاورې څخه ګاونډيان تهديد کړي .
افغان غږ خبری آژانس: په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله فیضان، افغان غږ خبری آژانس ته په خبرو کې وویل چې افغانستان تل له نورې نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره ښې اړیکې لرلې او تل یې هڅه کړې ده. 
 
هغه زیاته کړه: "د تاریخ په بدلونونو او د بېلابېلو سیاستونو په رامنځته کېدو سره، افغانستان د خپلو او ګاونډیو د ګټو په اړه د ښه او متوازن تعامل غوښتونکی دی او د وېشلو اجازه یې نه ده ورکړې."
 
مولوي فیضان زیاته کړه چې د افغانستان پالیسي تل نرمه وه او د تاریخ په اوږدو کې یې هېڅکله د ګاونډیانو پر حقونو برید، سرغړاوی نه دی کړی.
 
په هرات کې دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال هم يادونه وکړه چې افغانستان هيچاته اجازه نه ورکوي چې دخپلې خاورې څخه ګاونډيان ګواښي .
 
هغه وویل، افغانستان هم د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو هیله لري، چې د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ تګلارې ولري او له افغانستان سره بدې انګېرنې ونه لري.
https://avapress.com/vdcawinua49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته