دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 296029
په تېرو پنځو میاشتو کې په بامیان ولایت کې تر ۶۰ ډېرې ترافیکي پېښې ثبت شوې دي
د باميان امنيه قوماندان وايي، په روان کال کې په دغه ولايت کې شاوخوا ٦٨ ترافيکي پېښې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بامیان په ولایت کې د ترافيکي پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې تر ۶۰ ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.
 
د نوموړي په وينا، په روان کال کې په باميانو ولايت کې ٦٨ ترافيکي پېښې رامنځته شوې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٧ کسان په کې مړه او ټپيان شوي دي.
 
د ۶۸ ترافيکي پېښو په پايله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د باميانو ولايت امنيه قوماندانۍ د تېر کال په ١٢ مياشتو کې د ٣٩ ترافيکي پېښو او ٤٤ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى و، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په ترافيکي پېښو کې زياتوالى ښيي.
 
د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، زيات سرعت او غير قانوني ګړنديتوب بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcdx90xnyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته