دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 296039
د سرپل د انګورو په حاصلاتو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی
د سرپل د کرنې ریاست چارواکي د تېر کال په پرتله د انګورو په حاصلاتو کې د ۵۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د سرپل د کرنې ریاست د کرنیزو چارو رییس شریف الله مصدق وايي، تمه ده چې سږ کال په دغه ولایت کې له ۷۷۳۵ هکتاره باغونو څخه ۱۲۳۱۸۰ ټنه انګور حاصل شي.
 
هغه زياته کړه، چې تېر کال له دغو باغونو څخه ٧٠ زره ټنه انګور حاصل شوي، چې د تېر کال په پرتله ٥٦ سلنه زياتوالى لري.
 
مصدق د انګورو د زياتوالي لامل د حاصلاتو د زياتوالي، د آفتونو د کمښت او د باران او واورو له امله د طبيعي پېښو د کمولو په برخه کې د تېر کال هڅې وبللې.
https://avapress.com/vdcexp8wojh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته